ډېر لوستل شوي

قطر د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره نوې طرحه وړاندې کړې

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې قطري منځګړو د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره تهران ته د سولې نوې طرحه وړاندې کړې ده.

د راپور له مخې، په دې اووه ورځنۍ طرحه کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د باور جوړونې عملي ګامونه شامل دي او تمه ده چې ایران د روانې اوونۍ تر پایه خپل رسمي ځواب وړاندې کړي.

خو یوه جګپوړي ایراني چارواکي ویلي چې د قطر له لوري وړاندې شوي نظرونه د منلو وړ نه دي او دا د سولې رسمي وړاندیز نه ګڼل کېږي.

اړوند خبرونه