د امریکا یوې فدرالي محکمې د ټرمپ د حکومت هغه پلان په لنډمهالي ډول ځنډولی چې له مخې یې ټاکل شوې وه یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.
امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د نیویارک فدرالي قاضي «والري کاپروني» د نومبر پر درېیمه د دغه پلان د ځنډولو حکم صادر کړی چې د شنبې ورځې پورې به نافذ وي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د کانګرېس ۶۶ غړو خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د افغان کډوالو بېرته ستنول هغوی د ځورونې، شکنجې او ان د مرګ له ګواښ سره مخ کولای شي.
په ورته مهال، د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان «افغانایواک» ویلي چې د پراخو فشارونو په پایله کې د افغان کډوالو د ایستلو پلان شوې الوتنه هم ځنډول شوې ده.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د الوتنې ځنډېدل د ستونزې د بشپړ حل په معنا نه دی؛ ځکه یو شمېر افغانان لا هم په توقیف کې دي او د هغوی د ایستلو پرېکړه په رسمي ډول نه ده لغوه شوې.
بلخوا، افغانایواک او «هیومن رایټس فرسټ» سازمانونو ویلي چې تر ۸۰ ډېرو توقیف شویو افغانانو د احتمالي ایستلو د اندېښنو په اړه له دوی سره اړیکې نیولې دي.

