د غزني د امربالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست وایي چې د دغه ولایت په واغظ ولسوالۍ کې یوه مېرمن له شپږ کلن کورني بند څخه ژغورل شوې ده.
مسوولینو ویلي چې دا مېرمن له تېرو شپږو کلونو راهیسې د خپل خاوند له لوري په یوه خونه کې بندي ساتل کېده، او له سختو فزیکي او رواني ستونزو سره مخ وه.
د مسوولینو په وینا چې دا مېرمن د امر بالمعروف ریاست د محتسبینو، امنیې قوماندانۍ او استخباراتو د مسوولینو په ګډو هڅو له بند څخه خوشې شوې ده.
تر دې مخکې هم په ځینو ولایتونو کې د دا ډول پېښو راپورونه ورکړ شوي وو.

