ډېر لوستل شوي

د ناروې نوي چارسمبالي له «مولوي امیرخان متقي» سره د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې 

د افغانستان لپاره د ناروې نوي چارسمبالي «سیګوالډ ټومن هاګ» د بهرنیو چارو له وزیر، مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي. 

ښاغلي متقي د ناروې نوي چارسمبالي ته په خپل نوي ماموریت کې د بریا هیله څرګنده کړې او د بهرنیو چارو وزارت له لوري یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی. 

بلخوا مقابل لوري د امنیت، نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او اقتصادي ثبات په برخو کې د اسلامي امارت لاسته‌راوړنې او پرمختګونه ستایلي دي. 

بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې همداراز د افغانستان او ناروې پر تاریخي اړیکو او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر لا پیاوړتیا  خبرې شوې دي.

اړوند خبرونه