د عزیزي شرکتونو عمومي رییس، میرویس عزیزي د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند سره په کتنه کې د پیلېدونکو پروژو په اړه خبرې کړې دي.
اقتصادي معاونیت لیکلي چې په دې کتنه کې ښاغلي عزیزي ویلي چې دوی په افغانستان کې د ګازو او ډبرو سکرو استخراج او د برېښنا تولید په ګډون د بېلابېلو پروژو عملي کېدو ته ژمن دي.
بلخوا اقتصادي مرستیال د عزیزي شرکتونو له لوري په افغانستان کې د پانګونې او اقتصادي پروژو پیل مهم ګام بللی او له اړوند وزارتونو سره یې غوښتي چې د پروژو د تطبیق په برخه کې له عزیزي شرکتونو سره همکاري وکړي.

