د امریکا د فلوریډا ایالت په ټمپا ښار او د سیتيبانک سیمه کې د یوه وسلهوال کس په ډزو کې یوه ښځه وژل شوې او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.
فاکس نیوز ته سیمهییزو چارواکو ویلي، بریدګر د بانک دننه ننوتی، یوه ښځه یې په ډزو وژلې او وروسته د خوړو یوه تالار ته تللی چې هلته یې له یوه امنیتي ساتونکي سره هم ډزې تبادله کړې دي.
راپور زیاتوي چې د پېښې پر مهال د بانک دننه شاوخوا ۳۲۰۰ کارکوونکي موجود وو.
ویلکېږي، د پېښې د انګېزې معلومولو لپاره د چارواکو څېړنې روانې دي.

