ډېر لوستل شوي

د افغانستان د وسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد دوه برابره زیات شوی

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان د وسپنې پټلۍ له څلورو سوداګریزو لارو څخه د سوداګریزو توکو د لېږد کچه د تېر کال د ورته مودې په پرتله څه باندې دوه برابره لوړه شوې ده.

د ياد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي چې په دې موده کې د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او خواف ـ هرات له لارو ټولټال څلور میلیونه او ۸۸۸ زره او ۲۶۸ مټریک ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي دي.

د نوموړي په وینا، د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د یادو څلورو لارو له لارې دوه میلیونه او ۱۸۲ زره او ۳۱۲ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي وو.

د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو لارو له لارې تېل، ګاز، غنم، اوړه، غوړي او نور خوراکي او ودانيز توکي هېواد ته وارد شوي او په ورته وخت کې وچه مېوه، ګاز لرونکي مشروبات، معدني ډبرې، پنبه او نور کورني تولیدات د سیمې هېوادونو بازارونو ته صادر شوي دي.

حق‌شناس دغه زیاتوالی د هېواد په اقتصادي برخه کې مثبت پرمختګ بللی او ویلي یې دي چې د وسپنې پټلۍ له لارې د لېږد او صادراتو پراختیا د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د ملي عوایدو په زیاتوالي او اقتصادي ثبات او ځان‌بسیاینې کې مهم رول لري.

اړوند خبرونه