د امریکا په منځمهالو ټاکنو کې د سنا مجلس د اکثریت په ساتلو کې د جمهوريغوښتونکو احتمالي ماتې به د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د محافظهکارو قاضیانو د ګومارنې چټک بهیر له خنډ سره مخ کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، جمهوريغوښتونکو په سنا مجلس کې د خپل اکثریت په کارولو سره د ګڼ شمېر محافظهکارو قاضیانو د ګومارنې زمینه برابره کړې وه چې له دې لارې یې د امریکا د فدرالي محکمو په جوړښت کې د بدلون هڅه کړې ده.
راپور زیاتوي، ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له بېرته ستنېدو راهیسې، د جمهوريغوښتونکو په ملاتړ د ۵۶ نویو دایمي قاضیانو د ګومارنې تایید ترلاسه کړی دی.
د یادونې وړ ده چې ټرمپ د خپلې لومړۍ څلورکلنې ولسمشرۍ پر مهال هم د امریکا په بېلابېلو فدرالي محکمو کې ۲۳۴ قاضیان ګومارلي وو.

