د افغانستان او اوزبیکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په غونډه کې د ۱۵۱.۶ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، دغه هوکړهلیکونه د دواړو هېوادونو د شاوخوا ۱۰۰ شرکتونو ترمنځ د دوهاړخیزو سوداګریزو خبرو اترو په پایله کې د نساجۍ، ودانیزو چارو، روغتیايي وسایلو، ټرانسپورټ او لوژستیک په برخو کې لاسلیک شوي دي.
په دې غونډه کې ګډونوالو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، ګډو پانګونو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

