د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي «ضمیر کابلوف» سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
یاد وزارت لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو پراختیا، د سوداګرۍ د کچې پر لوړولو او په دې برخه کې له شته فرصتونو د اغېزناکې استفادې په اړه خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې ښاغلي متقي او «ضمیر کابلوف» همداراز په افغانستان کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه هم غږېدلي، او په دې اړه یې د ځینو نړیوالو ادارو راپورونه ناسم بللي دي. ښاغلي متقي له روسیې سره د افغانستان د اړیکو پراختیا مهمه بللې او ټینګار یې کړی چې دواړه هېوادونه باید د متقابلو ګټو پر بنسټ له شته اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو څخه ښه ګټه پورته کړي.

