ډېر لوستل شوي

رضايي: د ایران او امریکا ترمنځ هېڅ مذاکرات نه دي روان، لومړی باید اووه شرطونه ومني

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي، محسن رضايي وايي، اوس مهال د تهران او واشنګټن ترمنځ هېڅ ډول مذاکرات نه دي روان او د خبرو د بیا پیل لپاره باید امریکا د ایران شرطونه ومني.

رضايي په یوه مرکه کې ویلي، امریکا باید د هرمز تنګي له پرانیستلو او د مذاکراتو له بیا پیل مخکې، د اسلام‌اباد د تفاهم له مخې ټاکل شوي اووه شرطونه ومني او عملي یې کړي.

نوموړي زیاته کړې، تهران له واشنګټن څخه د دغو شرطونو په اړه د روښانه ځواب غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

رضايي همداراز د امریکا د ولسمشر له مرستیال سره د احتمالي لیدنې په اړه خپاره شوي راپورونه بې‌بنسټه بللي دي.

اړوند خبرونه