ډېر لوستل شوي

کوېټ کې د افغان بندیانو پر وضعیت خبرې شوې دي

په کوېټ کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي محمد شفیق خطیب د دغه هېواد د زندانیانو چارو ادارې له مرستیال ابو فهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره لیدلي دي.

په کوېټ کې د افغانستان سفارت وايي، په دې کتنه کې دواړو لوريو د افغان بندیانو د وضعیت په اړه رغنده خبرې کړې دي.

دا په داسې مهال ده چې په کوېټ کې د افغانستان سفیر مولوي محمد شفیق خطیب تر دې مخکې د ياد هېواد له مالیې وزیر سره کتلي او دواړو لوريو په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې وې.

اړوند خبرونه