ډېر لوستل شوي

د ا.ا رییس‌الوزرا او «الکسي اوورچوک» کتنه؛ “روسي پانګوال افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري”

د اسلامي امارت رييس‌الوزرا، ملا محمد حسن اخند د روسیې د لومړي وزیر مرستیال «الکسي اوورچوک» او مل پلاوي سره کتلي دي.

رییس‌الوزرا ویلي چې د یاد روسي پلاوي سفر به د دواړو هیوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو او اړیکو پیاوړتیا لپاره بنسټ جوړ کړي، او په وینا یې چې په افغانستان کې شته امنیت د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره کړې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو ښه فرصتونه برابر شوي دي.

بلخوا د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ویلي چې له نوموړي سره د خصوصي سکتور شاوخوا ۷۰ استازي هم په دې سفر کې ملتیا کوي، او دوی به د اسلامي امارت وزارتونو او اړوندو ادارو سره د پانګونې او سوداګریزو هوکړو پر جزئیاتو او د خنډونو په لرې کولو بحثونه وکړي.

اړوند خبرونه