د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعتراف کړی چې متحده ایالتونو د افغانستان، عراق، ویتنام او کوریا په جګړو کې له پراخو پوځي لګښتونو او تلفاتو سره سره ډېر لږ څه ترلاسه کړي دي.
ټرمپ د ویرجینیا ایالت په ارلینګټن هدیره کې د امریکايي پوځیانو د ورځې په مراسمو کې وویل: “امریکا په دغو جګړو کې کلونه ښکېله وه، خو لاسته راوړنې یې د قربانیو او لګښتونو په پرتله ډېرې محدودې وې.”
د ټرمپ دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د افغانستان په ګډون په څو هېوادونو کې د امریکا اوږدمهالو پوځي مداخلو د واشنګټن لپاره د پراخو مالي لګښتونو، پوځي تلفاتو او سیاسي ننګونو پوښتنې لا هم ژوندۍ ساتلې دي.

