د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان او د روسیې د تاتارستان جمهوریت ترمنځ د ګډې کاري کمېټې لومړۍ غونډه په کابل کې جوړه شوه چې پکې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې د پراختیا په اړه خبرې او هوکړې وشوې.
د وزارت په وینا، دواړو لوریو د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او پنبې د صادراتو زیاتوالي، د بورې، تېلو، مایع ګاز او غنمو د وارداتو، د ټرانزیټي لارو د پراختیا او د ګډو پانګونو د فرصتونو په اړه بحث کړی دی.
همداراز، د تاتارستان لوري په کرنه، لوژستیک، ټرانسپورټ، کانونو او کابل ته د پنجشېر د اوبو د لېږد په برخه کې د تخنیکي همکاریو لپاره چمتووالی ښودلی دی.
دواړو خواوو د هوکړو د عملي کېدو او د همکاریو د تعقیب لپاره د ګډې کاري کمېټې د فعالیت دوام او د راتلونکو انلاین غونډو پر جوړولو هم هوکړه کړې ده.

