د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډيسي کې د یوه ورزشي کلب دننه د ډزو په پېښه کې یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پېښه د پنجشنبې په سهار شاوخوا اته بجې د لوګان سرکل په سیمه کې، له سپینې ماڼۍ شاوخوا ۱.۶ کیلومتره لرې رامنځته شوې ده. راپور زیاتوي، بریدګر له پېښې وروسته په خپل اپارتمان کې ځان بند کړی و او له پولیسو سره تر اوږدې نښتې وروسته یې ځان وژلی دی.

