ډېر لوستل شوي

کوهات کې ۱۰ پاکستاني پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي

د خیبر پښتونخوا په کوهات سیمه کې د وسله‌والو په برید کې ۱۰ پاکستاني پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې د راپور له مخې، دغه برید هغه مهال شوی چې پولیس د سرو زرو د ناقانونه کان‌کېندنې پر ضد له عملیاتو وروسته د بېرته ستنېدو په حال کې وو.

راپور زیاتوي، د برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) منلی او په ترڅ کې یې د پولیسو دوه موټر سوځول شوي او دوه نور نادرکه شوي دي.

اړوند خبرونه