د امریکا متقاعد جنرال او پوځي کارپوه جان ټیچرټ خبرداری ورکړی چې د ایران پر ضد د امریکا له پوځي عملیاتو او اقتصادي فشارونو سره سره، تهران لا هم په منځني ختیځ کې د امریکا ګټو ته د ګواښ پېښولو وړتیا لري.
نوموړي له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، ایران لا هم بېپیلوټه الوتکې، بالستیک توغندي او په سیمه کې نیابتي ډلې لري او کولای شي د امریکا ګټې په نښه کړي.
ټیچرټ دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې چې د ایران دوه بېپیلوټه الوتکې چې د بحرین پر لور روانې وې، له منځه وړل شوې دي. نوموړي زیاته کړې چې تهران د سیمې په هغو برخو کې هم د بریدونو وړتیا لري، چې هوايي دفاعي سیستمونه یې کمزوري دي.
نوموړي همداراز، د امریکا د پوځي بریدونو د ځنډ پر مهال د ایران د اټومي پروګرام د ځینو برخو د بیا رغونې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د دغه هېواد د اټومي وړتیاوو د اوسني وضعیت معلومول اړین دي.
د ټیچرټ په وینا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کولای شي پر ایران اقتصادي فشارونو ته دوام ورکړي او یا هم پوځي بریدونه بېرته پیل کړي، خو نوموړي ټینګار کړی چې اوسنۍ ستراتیژۍ د ایران د لاسرسي وړ سرچینې محدودې کړې دي.

