ډېر لوستل شوي

امریکا کې د هوايي ټرافیک سیسټم د ستونزو له امله زرګونه الوتنې ځنډېدلې

د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې د هوايي ټرافیک د کنټرول په مخابراتي سیسټمونو کې د تخنیکي ستونزو له امله د جمعې په ورځ په ټول هېواد کې الوتنې ځنډولې دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغو ستونزو له امله د امریکا په هوايي ډګرونو کې الوتکو ته د الوتنې اجازه نه ورکول کېږي او نږدې اووه زره الوتنې ځنډېدلې یا لغوه شوې دي.

بلخوا، د امریکا د کورني امنیت وزیر مارکوېن مولین له خلکو غوښتي چې اندېښنه ونه کړي. نوموړي ویلي، تر اوسه داسې کوم شواهد نه دي موندل شوي چې وښيي دغه پېښه د قصدي برید پایله ده.

اړوند خبرونه