رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې حوثيانو د جمعې په ورځ د سعودي عربستان په جازان ولایت کې د دغه هېواد پر پوځي ځواکونو بریدونه کړي دي.
حوثیانو همداراز ادعا کړې چې په ریاض کې یې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر او د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د تېلو د لېږد د نللیکې یوه پمپسټېشن هم په نښه کړي دي.
تر اوسه د دغو بریدونو د مرګژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.

