ډېر لوستل شوي

خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پېښې؛ دوه کسان وژل شوي او د یوه مسوول کس په ګډون اووه کسان نادرکه دي

د خیبر پښتونخوا په کوز سوېلي وزیرستان، ټانک او دېره اسماعیل خان ولسوالیو کې د ناامنۍ بېلابېلو پېښو د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د راپورونو له مخې، د کوز سوېلي وزیرستان په توی خوله او زرملنې سیمو کې د نومبر په ۱۲مه د توپونو او ډرون په مبینه بریدونو کې د یوه پولیس سرتېري په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.

بلخوا، د ټانک ولسوالۍ په ګروکۍ مچن‌خېل سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو د یوې نادولتي ادارې د څارنې مسوول سیف‌الرحمان تښتولی دی.

د ځايي سرچینو په وینا، سیف‌الرحمان له خپل کوچني زوی سره د کرېکټ د سیالۍ نندارې ته روان و چې وسله‌والو د وسلې په زور له ځان سره وړی دی.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په ټانک او دېره اسماعیل خان کې ټول اووه کسان لا هم نادرکه دي او د هغوی د برخلیک په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.

اړوند خبرونه