ډېر لوستل شوي

ټرمپ به په چین کې له شي جین‌پینګ او پوتین سره درې اړخیزه لیدنه وکړي

سپینې ماڼۍ خبر ورکړی چې د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په چین کې د اپیک سرمشریزې په څنډه کې د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره درې اړخیزه لیدنه وکړي.

د «سي‌اېن‌اېن» د راپور له مخې، ټاکل شوې په دې لیدنه کې د ایران موضوع، د اټومي وسلو کمول او په نړۍ کې د دغو وسلو د پراختیا مخنیوی د بحث مهم محورونه وي.

بايد وويل شي چې چین او روسیې تر اوسه په رسمي توګه د خپلو ولسمشرانو ګډون په دې درې اړخیزه غونډه کې نه دی تایید کړی.

اړوند خبرونه