ډېر لوستل شوي

جوزجان کې د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا تولیدي توربین بېرته فعال شو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په جوزجان ولایت کې د بیات پاور شرکت د ۴۰ مېګاواټه ګازي برېښنا تولیدي توربین د بیا فعالېدو چارې پرانیستې.

ياد معاونيت وايي، ښاغلي برادر د بیات پاور شرکت له پانګونې ستاينه کړې او له نورو پانګوالو یې هم غوښتي چې د برېښنا او نورو سکتورونو په برخو کې پانګونه وکړي.

نوموړي ویلي، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې او صنعتي کېدو لپاره مهم ګامونه اخیستي او پانګوالو ته یې په هېواد کې د پانګونې مناسب فرصتونه برابر کړي دي.

ملا برادر په پای کې له پانګوالو او صنعت‌کارانو غوښتي چې د هېواد په آبادۍ او خلکو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې خپله ونډه ادا کړي.

اړوند خبرونه