د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ترهګرۍ اړوند جرمونو په تور یې دوه خپلوګړي اعدام کړي دي.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په وینا، فاضل صفواني او جواد قریریص د امنیتي ځواکونو پر ضد د ډزو او له یوه بهرني ترهګریز سازمان سره د غړیتوب په ګډون پر څو جرمونو تورن او محکوم شوي وو.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو دوو کسانو د اعدام حکم وروسته له هغه عملي شو چې د سعودي عربستان سترې محکمې یې د استیناف غوښتنې رد کړې.
بلخوا، د بخښنې نړیوال سازمان د یوه اعدام شوي کس د عمر په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې نوموړی د هغه جرم د ترسره کولو پر مهال چې پرې تورن شوی و، لا نابالغ و.

