د ایران سپاه پاسدارانو خبر ورکړی چې د دغه هېواد ځواکونو د الکترونیکي جګړې د وړتیاوو په کارولو سره نهمه «MQM-170» امریکايي بېپیلوټه الوتکه نیولې ده.
د ايران تسنيم خبري اژانس د دغو ځواکونو په حواله ويلي، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) پرمختللي پوځي تجهیزات د ایران د الکترونیکي جګړې له وړتیاوو سره مخامخ د ناکامۍ له دوام سره مخ دي او د دغې الوتکې نیول یې تازه بېلګه ده.
د سپاه پاسدارانو په وینا، تر دې وړاندې هم اته ورته امریکايي بېپیلوټه الوتکې نیول شوې وې.

