ډېر لوستل شوي

افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د ژامې پېچلي عملیات ترسره شول

د شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس او روغتون کې د لومړي ځل لپاره د یوه ناروغ د ژامې زیانمن شوی مفصل په ځانګړي جوړ شوي مصنوعي مفصل بدل شوی او د ژامې هډوکي او د مخ د نرمو انساجو بیارغونه په بریالیتوب ترسره شوې ده.

د روغتیايي چارو قوماندانۍ وايي، دغه پېچلي عملیات د ژامې او مخ د جراحۍ متخصص ډاکټر فرید احمد خالدي په مشرۍ، د هندي متخصصینو او د یاد روغتون د ژامې او مخ جراحۍ او پلاستیکي جراحۍ څانګو د ګډو ټیمونو له لوري ترسره شوي دي.

مسوولين زیاتوي، ناروغ شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې د یوې سختې پېښې له امله د ژامې د هډوکي، مفصل او د مخ د نرمو انساجو له پراخ تخریب سره مخ شوی و چې د عملیاتو پر مهال یې زیانمن شوی مفصل په ځانګړي مصنوعي پروتیز بدل او د ژامې او مخ زیانمن شوي جوړښتونه یې بېرته رغول شوي دي.

د روغتیايي چارو قوماندانۍ په وینا، دا طبي لاسته راوړنه په هېواد کې د پرمختللو جراحي عملیاتو د ترسره کولو د وړتیا لوړولو او د تخصصي روغتیايي خدمتونو د پراختیا په برخه کې مهم پرمختګ بلل کېږي.

اړوند خبرونه