ډېر لوستل شوي

کانونو وزارت: هیواد کې پینځه لویې نفتي حوزې شته

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وایي چې په هیواد کې پینځه لویې نفتي حوزې شته چې له ډلې یې شل نفتي څاګانې فعالې او روزانه ترې اته سوه ټنه نفت استخراجیږي.

نوموړی دغه راز زیاتوي چې د کوچني او لوړ مقیاس کانونو یو شمېر تړونونه یې هم لاسلیک کړي او له دې لارې یې زرګونو هېوادوالو ته کاري بوختیاوې رامنځته کړي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان، له امید راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د آمو دریا، افغان تاجک، هلمند – هرات او کټواز نفتي حوزو په ګډون هېواد کې اوس مهال پینځه لویې حوزې شتون لري.

د ښاغلی افغان له قوله چې استخراج شوي نفت په کوردننه تصفیه کیږي او هوډ لري چې په نږدې راتلونکي کې معیاري تصفیه خونې ولرو.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وایي چې نږدې وخت کې به افغانستان د نفتو له اړخه پر ځان بسیا شي.

 د وزارت له یادښته چې هیواد کې د کانونو د خپلسرو کېندو مخنیوی شوی او په پنجشېر کې تر دې مه د زمردو د ۱۵سوه کانونو سروې شوې ده.

اړوند خبرونه