د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د اوکراین شاوخوا ۴۰ سلنه نفوس چې ټولټال (۱۴.۶ میلیونه وګړي) کیږي؛ بشري مرستو ته اړتیا لري.
د اوچا په وینا، د روسیې له برید سره سم نور ۶.۳ میلیونه خلک د هیواد پریښودو ته اړ شوي دي.
د اوکراین اقتصادي تکیه تر ډېره پر لوېديځ ده؛ خو کییف اندېښمن دی چې هغوی به یې له ملاتړه لاس واخلي.
تر دې مخکې د اوکراین د مالیې وزیر هم اعتراف کړی و چې اروپايي ټولنې سږ کال د دغه هیواد د ۴۵ سلنه مالي اړتیاوو په برابرولو سره د کییف ستر ملاتړی پېژندل شوی.