د پېښور پولیس وایي چې د خیبر پښتونخوا په جنوبي سیمه لکي مروت کې نامالومو وسله والو د یوه کور دننه د ښځو او ماشومانو په ګډون یوولس تنه وژلي دي.
سیمه ییز مسوولین وایي چې دا پېښه د لکي مروت د تختي خیل په سیمه کې پېښه شوې ده. پولیس وایي چې دې سیمه کې د یوه کور دننه یوولس تنه په مرموزه بڼه وژل شوي او قاتلین تښتېدلي. خبر وایي چې په وژل شویو کې دوه مېرمنې او دوه کوچنیان هم شامل دي.
سیمې ته پولیس له پېښې دوه درځې وروسته وررسېدلي. د لکي مروت د پولیسو ویاند ویلي پېښه کې د عملدار اؤ تابعدار په نومونو دوه وروڼه، د هغوی دواړو مېرمنې، د هغوی ماشومان او دوه نور سړي وژل شوي دي.
پولیس پلټي چې دا کسان چا او ولې وژلي؛ خو لومړنۍ نښې ښيي چې دا کسان د یوې شخصۍ دوښمنۍ په پایله کې وژل شوي دي.
یاده دې شي چې په دې وروستیو کې د لکي مروت په ګډون د خیبرپښتونخوا ګڼې سیمې ناامنه شوي. دا پېښه داسې مهال پېښېږي چې پرون سه شنبه هم پکې د سړک جوړونې د یوه شرکت لس تنه کارګر نامالومو وسله والو له ځان سره وړي وو.