ډېر لوستل شوي

پر تایوان د بیجېنګ او واشنګټن کشمکش: چین دې قطعا د تایوان په ټولټاکنو کې لاسوهنه نه کوي

د امریکا یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې امریکا په څرګندو ټکو د هرې هغې لاسوهنې مخالف دی چې د بیجېنګ له خوا د تایوان په ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو کې وشي.

تمه ده چې په تایوان کې د روانې جنوري میاشتې په ۱۳مه ولسمشریزي او پارلماني ټاکنې ترسره شي.

یاده دې شي چې د تایوان په چارو کې د چین د نه‌مداخلي پر سر د بیجېنګ او واشنګټن ناندرۍ اوسنۍ نه دي.

دغه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط خبریالانو ته وویل چې د تایوان په اړه د امریکا پالیسي پخوانۍ ده. دا چې ټولټاکنې څوک ګټي؛ په هغوی پورې اړه لري، خو د امریکا نارسمي اړیکې به ورسره تلپاتې وي.

 سره له دې چې واشنګټن له تایوان سره رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري، خو بیا هم امریکا د دغه هیواد ستر نړیوال ملاتړی او د وسلو قراردادي دی.

 د تایوان د ټولټاکنو په درشل کې د دغه هیواد او چین ترمنځ لفظي تاوتریخوالی زیات شوی. دغه امریکايي چارواکي خبرداری ورکړی چې د تایوان په تنګي کې د سولې او ثبات ګډوډول به نړیوال اقتصاد ته جدي زیان ورسوي او پایلې به یې د نړۍ پر اقتصاد اغېز وکړي.

یاده دې شي چې چین دعوه لري چې تایوان ټاپوزمه یې د خپلې خاورې برخه ده او د لاسته راوړلو لپاره به یې هلې ځلې کوي.

اړوند خبرونه