د راپورنو له مخې په کولمبیا کې د وړمې ورځې ځمکښویېدنې تر دې دمه ۳۴ کسه وژلي او۳۵ نور یې ټپیان کړي دي.
د ګارډین په وینا، دا پېښه د تېرې جمعې په ورځ په هغه سیمه کې رامنځته شوې چې کویبډو او مډلین ښارونه سره نښلوي.
د کولمبیا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې له پېښې وروسته د ۱۸ کسانو د وژل کېدو او ۳۵ نورو د ټپي کېدو اعلان کړی وو.
په سیمه کې د پلټنې او ژغورنې ډلو پرون (شنبه، د مرغومي ۲۳مه) اعلان وکړ چې د قربانیانو شمېر ۳۴ تنو ته لوړ شوی دی. د کولمبیایي چارواکو په وینا د وژل شویو له ډلې د ۱۷ تنو مړي پېژندل شوي او د پاتې ۱۷ جسدونه له پېژندلو وتي دي.
د کولمبیا مرستیال ولسمشر فرانسیا مارکیز د ایکس پر یوه پیغام کې د لټون او ژغورنې عملیاتو د دوام اعلان کړی او ویلي یي دي چې د قربانیانو په ډله کې ماشومان هم شامل دي.
دا پېښه د یوې خاورینې غونډې د خوځښت له وجې رامنځته شوې ده.