ایرانۍ رسنۍ وایي چې ځواکونو یې د بلوجستان په پنچګور ښار کې د جیش العدل ډلې پر دوو مرکزونه توغندیز بریدونه کړي او یاد مرکزونه یې له منځه وړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران د سپاه پاسداران له لوري پر بلوچستان تازه بریدونه غندلي؛ دا بریدونه یې د نړیوالو قوانینو خلاف بللي او د پاکستان پر ځمکنۍ بشپړتیا یې تېری بللی دی.
ایران ټینګار کوي چې دې بریدونو کې یې د جیش العدل ډلې مرکزونه له منځه وړي، خو اسلام اباد د دوو ماشومانو د وژلو او درې نجونو د ټپي کېدو ادعا کوي.
ایراني چارواکو ادعا کړې چې په توغندیزو او ډرون الوتکو بریدونو سره یې د جېش العدل ډلې دوه مرکزونه په نښه او له منځه وړي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د یوې اعلاميې په خپرو سره د تهران دا برید غندلی او یاد برید یی د پاکستان پر فضایي حریم ښکاره تېری بللی دی.
ایران پر بلوجستان دا بریدونه په داسې حال کې کوي چې د ایران په سیستان او بلوجستان کې څو ځله ایراني پولیس تر بریدونو لاندې راغلي وو او مسوولیت یې جیش العدل په غاړه اخیستی و.
تهران تر دې وړاندې په عراق او سوریې کې هم پر امریکایي اډو او د موساد اړوند جاسوسي ادارو بریدونه کړي وو. بغداد ددې بریدونو پر وړاندې توند غبرګون ښودلی و او په تړاو یې د ایران سفیر احضار کړ.
د چارو شنونکي وایي چې د فلسطین او اسراییلو له کړکېچ سره سم په سیمه کې اړودوړ زیات شوی. د دوی په اند که له زغمه کار وانخیستل شي او شته کړکېچ راکم نه شي، په سیمه کې د جګړې د پراخېدو شونتیا شته.