امریکایي چارواکو ویلي چې د دغه هیواد په بېلابېلو برخو کې درنو اورښتونو، واورو او توپان ۶۰ تنه وژلي او د نږدې سلو میلیونو نورو وګړو ژوند یې له ستر ګواښ سره مخ کړی دی.
سي اېن اېن نړیوالې رسنۍ خبر ورکړی چې د یخنۍاو وارو دغو درنو څپو په تنسي، اورګان او ایلینوی، نیویورک، لوئیزیانا، آرکانزاس او ګڼو نورو ښارونو کې تر دې دمه ۵۹ تنه وژلي دي.
له بل پلو، د امریکا د هواپېژندنې ادارې ویلي چې د سړو دا درنه څپه ښایي تر یوې اوونۍ دوام وکړي او د مرګ ژوبلې د لا لوړېدو احتمال شته.
په ډېرو ایالتونو کې سړکونه کنګل دي. امریکایي چارواکو خپلو اتباعو ته خبر ورکړی چې په کورونو کې پاتې شي او بهر ته د تګ هڅه دې نه کوي.
یاده دې شي چې په ډېرو ایالتونو کې دولتي دفترونه تړل شوي او خلکو ته له کوره د وتلو اجازه نه ورکول کیږي.