ډېر لوستل شوي

مولوي نعيم‌الحق حقاني: ځوانان د ټولنې د ملا تېر جوړوي

د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز رييس مولوي نعيم‌الحق حقاني هراتي وايي، چې ځوانان د ټولنې د ملا تېر جوړوي او د هېواد د ابادۍ او پرمختګ په برخه کې مهم او کليدي رول لوبوي.

ښاغلي حقاني هراتي دغه څرګندونې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معينيت له لوري د افغان فريلانسرانو لپاره په جوړ شوي روزنيز سيمينار کې کړې دي.

مولوي نعيم‌الحق حقاني هراتي زياته کړې، ياد وزارت په دې برخه کې ډېر کار کړی او هڅه کوي، چې د دې پروګرام لمنه لا پراخه کړي.

ياده دې شي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ځوانانو ته په دې جوړ شوي روزنيز سيمينار کې د اسلامي امارت د چارواکو په ګډون ګڼو خبريالانو هم ګډون کړی وو.

اړوند خبرونه