د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، روانه اوونۍ د پاکستان له بندخونو ۴۰۹ تنه افغان کډوال تر ازادېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، له یادو کسانو ۳۸۰ تنه د تورخم او ۲۹ تنه د سپینبولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د مسوولينو په وينا، راستانه شوي کسان په اړوندو لېږد امریتونو کې تر ثبت او د همکارو بنسټونو د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

