ډېر لوستل شوي

د پروان شرطې روزنیز مرکز کې ۲۷۸ ساتنمنانو دوه مياشتنۍ زده کړې بشپړ کړې

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د پروان د شرطې له روزنیز مرکز څخه ۲۷۸ تنه ساتنمنان د دوو میاشتو بنسټیزو، مسلکي او عقیدوي زده‌کړو له بشپړولو وروسته فارغ شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، د دغو ساتنمنانو د فراغت په مراسمو کې د پروان والي، امنیه قوماندان، د شرطې د ښوونې او روزنې عمومي قوماندانۍ استازو، یو شمېر مسوولینو او علمي شخصیتونو ګډون کړی وو.

په مراسمو کې د امنیت پر ټینګښت، د عدالت پر تأمین، د ښو اخلاقو پر خپلولو او له خلکو سره پر نېک چلند ټینګار شوی او په پای کې فارغو ساتنمنانو ته د فراغت سندونه وېشل شوي دي.

اړوند خبرونه