ډېر لوستل شوي

د اسلامي امارت مشر له رييس‌الوزرا او یو شمېر وزیرانو سره لیدلي

د اسلامي امارت مشر، شیخ‌القرآن والحدیث مولوي هبت‌الله اخندزاده، له رييس‌الوزرا، یو شمېر وزیرانو او حکومتي مسوولينو سره لیدلي دي.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه لیدنه تېره ورځ ماښام په ارګ کې شوې ده.

ښاغلي مجاهد د دې لیدنې د اجنډا، بحثونو او پایلو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

اړوند خبرونه