د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري خبرداری ورکړی چې د زور او جبر له لارې د سند ایالت د وېشلو هر ډول هڅه، په ځانګړې توګه د کراچۍ په ښار کې، د وینې تویېدو او د خلکو ترمنځ د دښمنۍ د زیاتېدو لامل کېدای شي.
نوموړي د کراچۍ د خبریالانو په مرکز کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې د زور له لارې د ایالتونو وېشل ټولنیز اختلافات زیاتوي او خلک د وسلو پورته کولو ته هڅوي.
بلاول بوټو ټینګار کړی چې ګوند یې د اساسي قانون او ډیموکراتیکو اصولو په چوکاټ کې د نویو ایالتونو د جوړېدو ملاتړ کوي، خو د سند ایالت له جبري وېش سره کلک مخالفت لري.
هغه زیاته کړې چې د نویو ایالتونو د جوړولو لپاره په اساسي قانون کې ځانګړې کړنلاره شته او هر ډول پرېکړه باید د خلکو په ملاتړ او قانوني لارو ترسره شي.
نوموړي د پاکستان پر سیاسي وضعیت هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دغه هېواد د سیاسي نظام د اصلاح لپاره سیاسي بیارغونې ته اړتیا ده او دا بهیر باید له پارلمان څخه پیل شي.

