د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېرېش د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې وویل چې غزه له پراخې ویجاړۍ سره مخ ده او په ټول معاصر تاریخ کې بل ځای هومره تباهي لا نه ده رامنځته شوې.
انټونیو ګوتېرېش پرون سه شنبه( د سلواغې په درېیمه) د امنیت شورا په غونډه کې په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه. نوموړي همداشان هیله وښوده چې د غزې تړانګې اوسېدونکو ته په وخت سره بشري مرستې ورسیږي.
ملګرو ملتونو تر دې دمخه هم نیوکه کړې وه چې په بشري مرستو بار لارۍ یې د اسراییلو له لوري غزې ته نه پرېښودل کیږي.
په غزه کې د اسراییلي اشغالګرو له لوري نږدې ۲۶ زره بېګناه انسانان وژل شوي، همداشان په لسګونو ملکي هدفونه هم په نښه شوي دي. اسراییلو همدارنګه د غزې پر اوسېدونکو د هر ډول بشري مرستو او دوا درملو لارې تړلي دي.
ملګري ملتونه په داسې حال کې په غزه کې د اوربند غږ پورته کوي چې څو ورځې وړاندې اسراییلو او نړیوال ملاتړي یې (امریکا) وویل چې هلته دې په هېڅ اوربند موافقه نه کیږي.