بریتانیې په یوه مشترکه بیانه کې ویلي چې د امریکا په ګډون ۲۴ هیوادونو په ګډه پر یمن برید کړی دی. اعلامیه وایي چې په دې برید کې یې د حوثیانو اته مرکزونه په نښه کړي.
رویټرز د امریکایي او بریتانیوي چارواکو له قوله لیکلي چې دې هیوادونو پر حوثیانو د سره سمندرګي د بېړیو په غچ کې ځوابي برید کړی دی. رویټرز زیاتوي چې په دې ګډ برید کې د امریکایي او بریتانیوي ځواکونو ترڅنګ د اسټرالیا، المان، بحرین، کاناډا، هالنډ او نیوزیلنډ هیوادونو پوځیانو هم برخه اخیستې وه.
په دغه ګډه اعلامیه کې چې د بریتانیې د لومړي وزیر له دفتره خپره شوې، پکې ویل شوي چې دا بریدونه یې په ټولو هغو سیمو کړي چې حوثیان پکې فعاله دي.
بریتانیا، امریکا او ملګري هیوادونه یې حوثیان ګواښي چې په سره سمندرګي کې له بریدونو لاس واخلي.