تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې له پاکستان او نیوزیلنډ وروسته له نیپال څخه هم ماتې وخوړه او په نړیوال جام کې یې سفر پای ته ورسېد.
افغان لوبډلې نننۍ لوبه په یوه ویکټه وبایلله او له نړیوال جامه بهر شو.
په نننۍ لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ایله ۱۴۵ منډې جوړې کړې. نیپال په ځوابي لوبه کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو یاد هدف په ۴۴ اور کې پوره او سیالۍ یې په خپل نوم کړه.
تر دې دمخه افغان لوبډلې له نیوزیلنډ او پاکستان څخه هم ماتې خوړلې وه.
بل پلو، د کرکټ مینوال او مبصرین ګیله کوي چې ولې افغان لوبډله پرلپسې سیالۍ بایلې. د کرکټ شنونکي د افغان لوبډلې په ناسمو لوبو کرکټ بورډ او د غوراوي کمېټه پړه بولي.