ډېر لوستل شوي

پلازمېنه کابل کې د والیبال غوره لیګ درېیم پړاو د پچه اچونې مراسم ترسره شول

 د ملي تلویزیون په انګړ کې د والیبال درېیم پړاو غوره لیګ سیالیو د اتو لوبډلو  د قرعه کشي( پچې اچوونې) مراسم ترسره شول.

ویل کیږي چې په دغه غوره لیګ کې (( ام البلاد، سپین غر، نښتر، پامیر، بالاحصار، بُست، هندوکش او  نګیني هریوا)) لوبډلې په دوو ګروپونو ډلبندي شوي چې په هر ګروپ کې به څلور _ څلور لوبډلې برخه ولري.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ  عمومي ریاست رئیس مولوي احمدالله وثیق په پیلیزه وینا کې وویل: ((ورزش اوس د ودې او پراختیا په حال کې دی او زموږ له ژمنې سره سم ورزش د هېواد ګوټ ـ ګوت ته رسېدلی دی.)) نوموړي همدارنګه د والیبال ملي فدراسیون  د کړنو پر اړه وویل چې سږ کال د والیبال لوبډلې شپږ بهرني سفرونه درلودل چې د چین په کوربتوب په اسیایي المپیکي  سیالیو کې پر  ګډون  سربېره د مرکزی اسیا سیالیو درېیم مقام یې هم تر  لاسه کړی دی.

نوموړي همدارنګه د والیبال غوره لیګ په دوام د هندوکش او پامیر نویو لوبډلو زیاتېده د تېرو لیګونو په پرتله نوښت یاد کړ.

ښاغلي وثیق همداراز له کام ایر او افغان ټلي کام څخه مننه وکړه چې د یادو سیالیو په ترتیب او خپراوي کې یې همکاري کړې ده.

د ملي راډیو تلویزیون رئیس قاري یوسف احمدي خوښي څرګنده کړه چې د ورزش له مسوولینو سره په مهمو مراسمو کې دی  او ویاړي چې یو ځل بیا ملي ټلویزیون د والیبال درېیم پړاو غوره لیګ نشروي، ښاغلي احمدي د ورزش له مسوولینو سره ژمنه وکړه، د هیواد د ورزش ادارې هر ډول سیالۍ چې د نشر  وړ وي، دوی به یې د خپرولو کوښښ کوي.

د پچې اچوونې په پایله کې په الف ګروپ کې:  ” ام البلاد، سپین غر، نښتر، پامیر ” او په (ب) ګروپ کې: ”  بالاحصار، بست، نګین هریوا، هندوکش” لوبډلې سره لوبيږي چې له هر ګروپ څخه به دوه غوره لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي.

اړوند خبرونه