په اندونیزیا کې نن (چهارشنبه، سلواغې ۲۵مه) سهار ولسمشریزې، پارلماني او ولایتي ټولټاکنې پیل شوې.
ویل کیږي چې د دغه هیواد ولسمشریزو ټاکنو ته د یاد هیواد د اوسني دفاع وزیر په شمول درې تنه نوماندان دي. ټاکل شوې چې په دې ټولټاکنو کې تر ۲۰۰ میلیونو ډېر رایه اچوونکي ګډون وکړي.
د اندونیزیا د ټولټاکنو کمیسیون وایي چې ۱۷۰۰۰ جزیرو ته یې ټاکنیز توکي رسولي او د رایې اچونې پروسه یې پیل کړې ده. ویل کیږي چې ټاکنیزو نوماندانو خپل ټاکنیز کمپاینونه درولي او د رایې اچونې لړۍ پیل شوې ده.
د راپورونو له مخې د ولسمشریزو ټولټاکنو نوماندانو سږنیو(۲۰۲۴ عیسوي کال) په ټاکنو کې قومي او مذهبي کمپاینونو ته نه دي پرېښودل شوي. د اندونیزیا د ۲۰۱۹ عیسوي کال د ټولټاکنو شاهدان وایي چې په دغه کال کې ګڼو نوماندانو د سیاسي او مذهبي شعارونو او ژمنو په کولو ټاکنې سیاسي کړې وې. ویل کېده چې کاندیدانو دا کار د رایو د جلب په موخه کاوه.
بل پلو، چینایي نژاده وګړي هیله مند دي چې داسې څوک د واک واګې په لاس کې واخلي چې د لږکیو حقونو ته پاملرنه وکړي.
انور بودیمن د چیني-اندونیزیایي ټولنې بنسټګر دی. دی وایي: برابري او مساوات په دې مانا چې د شته قومونو ترمنځ امتیاز اخیستنه نه وي او ټولو ته په یو ډول وکتل شي. نوموړی وړاندې وایي چې که مساوات وي او موږ ته حقونه راکړل شي، نو د دې هیواد د مالکیت احساس به وکړو.
نوموړي په جاکارتا کې یوې غونډې ته وویل چې په تېر کې ټولټاکنې په بله بڼه وي او د لږکیو حقونه پکې خوندي نه وو. اوس تمه شته چې دغه ټاکنې به له نژادي تبعیض پرته ترسره کیږي او موږ ته به د نورو اندونیزیایي وګړو په شان حقونه راکړل شي.
بل خوا د اندونیزیا چارواکي وایي چې ټاکنیز کمپاینونه په سمه توګه پای ته رسېدلي او تر دې دمه هېڅ ډول ستونزه نه ده رامنځته شوې. دوی وایي چې ټاکنیزو سیالانو سیاسي، مذهبي او قومي تبعیضونو ته لمن نه ده وهلې او نه هم اجازه ورکړل شوې ده.
یاده دې شي چې دغه هیواد کې نن عمومي رخصتي ده، لویې لارې بندې دي او حکومت ګڼ اضافي سرتېري د امنیت د ټینګښت په موخه ګومارلي.
د الجزیرې د خبر له مخې، د ټولټاکنو په سهار په پلازمېنه جاکارتا کې درانه اورښتونه شوي او د ټولټاکنو لړۍ یې له خنډ سره مخ کړې ده.