د امریکا د میسوري ایالت په کنزاس ښار کې د (سوپر بول) فوټبال لیګ پر مهال ډزې شوي
چې یو تن پکې وژل شوی او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
پوليس وايي چې د دې پېښې په تړاو يې درې تنه نيولي، خو لا هم نه پوهېږي چې ددې پېښې سبب به څه و؟
د پولیسو په وینا په ۲۱ ټپیانو کې د ۱۵ تنو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د امريکا د فوټبال ملي ليګ په يوه اعلاميه کې ويلي چې په دې ټورنمنټ کې ټول لوبغاړي، روزونکي او تماشاچیان خوندي دي.
یاده دې شي چې په امریکا کې پر عامه ځایونو وسله وال بریدونه اوسني نه دي.