کرملین ماڼۍ منلې چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سرسخته سیال او د اوسني حکومت د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالني په زندان کې مړ شوی دی.
د کرمیلین ویاند دیمیټري پسکوف پرون(جمعه، سلواغې ۲۷مه) ناوخته د ناوالني د مړینې خبر ورکړ.
ښاغلي پسکوف دا هم ویلي چې د ناوالني د مړیني په تړاو یې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته خبر ورکړی و.
نړیوالو رسنیو د روسیې فدرال سرویس په قول ویلي چې ناوالني د هوښ حس بایللی و او مړ شوی. ویل کیږي چې ناوالني د دغه هیواد د شمالي قطب په یوه زندان کې ساتل کېده.
د الکسي ناوالني مړینې ته د ډېرو هیوادونو مشرانو غبرګون ښودلی.
د اروپایي ټولنې په ګډون د نړۍ ۲۰ هیوادونو ددغه روسي منتقد او د اپوزیسیون مشر مړینې ته غبرګون ښودلی دی.