مقدمه
مصنوعي ځیرکتیا د انسانانو د کړو وړو تقلیدوونکي ماشینونه دي چې ګڼې پېچلې چارې اسانوي او هوښیارانه عمل کوي. د اېای نړۍ ورځ پر ورځ پراخیږي چې وېره او خوښي دواړه ورسره مله دي. اېای یا مصنوعي ځیرکتیا که څه هم بشر ته په ګڼو برخو کې ښېګڼې رسولي، پېچلي کارونه یې ورآسان کړي او انسانان یې هوسا کړي؛ خو ددې پدیدې بېساری او خپلسری پرمختګ نړۍ په درنه وېره کې اچولې ده. اېای په لنډ وخت کې پر انسانانو خپل سیوری وغواړه او د انساني ژوند په هره برخه کې یې اغېز راڅرګند شو. د روسیې د ولسمشر په قول، د راتلونکې نړۍ د مشرتوب حق هغه هېواد لري چې اېای-AI، یې په لاس کې وي. له اېای دا اندېښنه سمه ده چې د انسان ځای نیسي، خو تر ټولو ستر سرخوږی یې دا دی چې نړۍ یې پېچلې کړې او حتی په نظامي برخه کې یې ترې لوی ناورینونه په زېږدېدو دي.
متن
د اېای په مرسته د اوکراین له خوا پر روسیې برید هغه اندېښنې لا جدي کړي چې دا پدیده به د نړۍ جګړې پیچلې او ناانساني کړي. د اوکرایین امنیتي سرچینو ویلي، چې د “غڼې تار” په نامه پر علمیاتو له یو نیم کال راهیسې بوخت و چې بالاخره یې وړمه شپه هدف ترلاسه کړ.
یاد هېواد ویلي چې د روسیې شاوخوا ۴۰ الوتکې یې له منځه وړي دي. سرچينې وایي چې د اېای په مټ رهبرې کېدونکو ډرون الوتکو په پټه د روسیې خاورې ته ننوتي او د روسي الوتکو ژر ویجاړېدونکو برخو ته یې ځان رسولی او چاودنې یې کړي دي.
اوسمهال په نړۍ کې له مصنوعي ځیرکتیا یوه عمومي وېره موجوده ده او هغه د بېکارۍ وېره ده. مانا مصنوعي ځیرکتیا به د انسانانو ځای اشغال کړي او په تخنیکي برخه کې به د بشري قوې ځایناستی شي. خو تر دې ټولو ستره ستونزه د عامه نظم د اخلال او د نړیوال امنیت او نظم د ګډوډلو ده. اېای نړیوال نظم ته پرته له شکه لوی ګواښ پېښولی شي او که یې کارونې ته قوانین رامنځته نه شي؛ نو نړۍ به له یوه لوی ناورین سره مخ کړي. د اېای په مټ داسې وسلې جوړیږي چې هر خنډ له منځه وړي، موخې ته ځان رسوي او ځان ته چاودنه ورکوي. مصنوعي ځیرکتیا ورځ په ورځ د جګړې بڼه هم بدلوي او ښایي لنډ وخت کې هغه هېوادونه چې د پولو پر سر ستونزې لري، په لویه کچه په اېای سمبال روباټونه په خپلو پولو کې ځای پر ځای کړي.
ښایي راتلونکې جګړې د انسانانو پر ځای د ماشینونو وي. د مصنوعي ځیرکتیا څخه په ګټې اخیستنې سره پرته له دې چې انساني تلفات ولرې، سرتېري او کمانډو چمتو کړې، خپلواک روباټیک جنګیالي به جګړه پر مخ وړي. دا روباټونه داسې ډیزاین شوي چې تر وروستۍ شېبې خپل هدف څاري.
د اېای پراختیا د باور پولې هم نړولي دي. اېای د شخصي حریم د ناخوندیتوب ورهاخوا اخلاقي او د باورجوړونې فضا هم ننګوي. په راتلونکي کې شونې ده چې د مصنوعي ځیرکتیا په مټ داسې نقشې او ویډیوګانې رامنځته شي چې یو هېواد د بل پر وړاندې ویجاړونکي پلانونه تر لاس لاندې نیسي، د هغه هېواد نفوذي اشخاص په نښه کیږي او یا یې ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ پېښوي. دا ډول کړنې بې شکه د نړیوالې سولې او امنیت لپاره نه جبرانېدونکې پایلې لري او د هېوادونو لوړپوړي چارواکي هڅوي، چې د هوش پر ځای د جوش لار غوره کړي او د مقابل هېواد پر وړاندې په رښتیا نظامي ګام پورته کړي.
پایله
هره پدیده د سکې په څېر ښېګڼې او بدګڼې له ځان سره لري. د ګواښ او وېرې وربېرته مصنوعي ځيرکتیا اوسنۍ نړۍ او بشر ته بېسارې ګټې هم رسولي دي او ناشوني چارې یې شوني کړي. مصنوعي ځيرکتيا د پرمختللې نړۍ د مدیریت، حکومتولۍ، امنیت، اقتصادي، طب او نورو سیسټمونو لوری وربدل کړ؛ خو ددې پدیدې پایلې هم تباکوونکې دي. په ځانګړي ډول په نظامي برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا له ځواکه او خطره سترګې نه شي پټېدلی. د مصنوعي ځیرکتیا څارونکي او پوهان وایي چې د نړۍ راتلونکې جګړې به له اوسنیو په بشپړه توګه بدلې وي. اوس وخت کې د نړۍ نږدې ټولو هېوادونو اېای ته پوره پام اړولی، د نصاب برخه یې ګرځولی، بودجې یې ورته بېلې کړي او یا یې حتی خپلواکې ادارې او وزارتونه ورته رامنځته کړي دي. موږ ته هم پکار ده چې د نړۍ له دې کاروان سره مله او څنګزن شو.