ډېر لوستل شوي

د روسي منتقد په پلوۍ ۴۰۰ لاریونوال نیول شوي

د روسیې د بشري حقونو بنسټونو ویلي چې د روسي منتقد الکسي ناوالني د مړینې په خلاف ۴۰۰ تنه نیول شوي دي.

ویل کیږي چې دغو کسانو د ناوالني د ناڅاپي مړینې په ضد لاریون کړی وو چې روسي پولیسو نیولي.

په روسیه کې د بشري حقونو ډلې وايي، د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د پوتین د یوه مهم مخالف الکسي ناوالني د وژل کېدو په اعتراض کې تر ۴۰۰ ډېر کسان نیول شوي دي.

د روسیې د زندان چارواکو وړمه ورځ(جمعه، سلواغې۲۷مه) وویل چې الکسي ناوالني په زندان کې د قدم وهلو پر مهال ناڅاپي رالوېدلی او مړ شوی دی.

 د ښاغلي ناوالني مړینې د روسیې په لږ تر لږه ۳۲ ښارونو کې لاریونونه راوپارول چې د سلګونو کسانو د نیولو سبب شو.  ویل کیږي چې تر ټولو زیات کسان په سنټ پیټرزبورګ ښار کې نیول شوي چې شمېر یې ۲۰۰ کسانو ته رسېږي.

 دا شمېره د وړم ۲۰۲۲ کال له سپټمبر راهیسې په روسیه کې د سیاسي نیونو تر ټولو لوړه څپه ده.

اړوند خبرونه