د ناروې د کډوالو شورا رییس، یان اېګلند ویلي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څه باندې دوه میلیون افغانان راستانه شوي دي.
ښاغلي اېګلنډ د افغانانو پر ملاتړ د ټینګار ترڅنګ ویلي چې ښایي په راتلونکو مياشتو کې نور زیات شمېر افغان کډوال ستنېدو ته اړ شي.
د ناروې کډوالو شورا رییس دا هم ویلي چې دوی د بوديجې د کمښت له امله په جلالاباد کې خپلې مرستې راکمې کړې دي.
یان اېګلند له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان خلک هېر نه کړي او په وینا یې چې په بروکسل کې دې د افغانستان لپاره د مرستو کوونکو په غونډه کې له افغان ټولنو سره د اغېزمن ملاتړ ژمنه وشي.