ډېر لوستل شوي

له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د کډوالو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست په مشرۍ د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له استازو سره د افغانستان سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکولو شپږمه غونډه شوې ده. 

اقتصادي معاونیت لیکلي چې په دې غونډه کې له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت لومړیتوبونه شریک شوي دي. 

په خبرپاڼه کې دا لومړیتوبونه راستنېدونکو ته د دایمي سرپناه برابرولو، زده‌کړو او روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي، کاري فرصتونو د ایجاد او همداراز هغوی ته د لومړنیو بشري مرستو رسولو او یو شمېر نورو برخو اړوند ښودل شوي دي.

د سرچینې په وینا چې په دې سره به د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ تر ممکنه حده د همدې لومړیتوبونو په چوکاټ کې تنظیم او همغږې شي.

اړوند خبرونه