د ننګرهار امنيه قوماندانۍ ځواکونو د کشفي معلوماتو پر بنسټ يو تن له ۸ لکه جعلي افغانۍ، ۱۵۰۰ امريکايي ډالر او ۵۰۰۰ پاکستانۍ کلدارو سره يو ځای نيولی دی.
د يادې قوماندانۍ وياند سيد طيب حماد وايي، نيول شوی کس له يادو پيسو سره لاسپهلاس نيول شوی او د قانون منګولو ته مو سپارلی دی. مسوولين وايي، هڅې روانې دي ترڅو د جعلي اسعارو د جوړونې او وېشلو د دې شبکې نور غړي هم ونيول شي.